د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپارل کېږي

غزني

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپاري.

د دغه وزارت ویاند سیحون کامګار نن ازادي راډيو ته وویل، لومړیتوب به هغه شرکت ته ورکړل شي چې لومړی اقدام وکړي.

دی وایي: "پروسه داسې ده چې شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون کوي او تر ټولو غوره داوطلب سره مذاکرت او ورپسې قرارداد کېږي."

د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د غزني په زرکشان کان کې د ۳۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د طلا او مسو زېرمې موجودې دي.

د دوی په وینا، دا خصوصي سکټور ته هم یو ښه فرصت دی، څو پانګونه وکړي.