د خوست نوي جوړ شوي هوايي ډګر ته الوتنې پيل شوې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د خوست هوايي ډګر د ترمینل تر بشپړېدو وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شي. 

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت الوتکه پرون (میزان ۲۷مه) د خوست پر نوي جوړ شوي هوايي ډګر کې کېناسته.

د خوست والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، "په دې پرواز کې موږ له کابله راغلو. د خوست په هوايي ډګرې موږ ارام نشست وکړ. په لویه کې خوست له نړۍ سره وصل شو."

د خوست د هوايي ډګر ترمینل لا نیمګړی دی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس پرون وویل چې د ترمینل تر بشپړېدو وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شي.

د خوست سوداګر وايي چې د نړیوال هوايي ډګر فعالیدل د دوی د تجارتي مالونو له خرڅلاو، په ځانګړي ډول، نړیوالو مارکېټونو ته د جلغوزو له صادراتو سره مرسته کولای شي.