چارواکي: په کندهار کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیول شوې

د کندهار ښار

ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیولې.

د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي ازادي راډيو ته وويل، وسله والو د ميوند ولسوالۍ د سره بغل د کانټنر باز په سيمه کې په یوه جومات او يو کور کې چاوېدونکي توکي ځای پر کړي وو چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې کشف او له منځه وړل شوي دي.

احمدي وايي، په دغو عملياتو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند وایي، په دغو عملياتو کې ملکي او پوځي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.

طالب وسله والو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.