په لوګر کې د طالبانو له‌خوا د سولې د ولسي حرکت ۶ غړي بېرته خوشې شول

د سولې د ولسي حرکت غړي

په لوګر کې د طالبانو له‌خوا د سولې ولسي خوځښت شپږ تنه نیول شوي کسان بېرته خوشې شول.

د دې ډلې د ولسي اړیکو مسؤل پاچا خان مولاداد ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دوی ملګري نږدې اووه ساعته له ځان سره ساتلي او وروسته یې بېرته پرېښودل.

ښاغلی مولاداد وايي، دوی نه پوهېږي چې طالبان یې په غونډو کې له ګډون وروسته ولې ملګري له ځان سره وړي، خو دوی وايي چې د دوی په اړه د خپلو مشرانو اجازه اخلي.

بل لور ته بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دې عمل په غبرګون ازادي راډیو ته ویلي، د سولې د غږ په وړاندې دا ډول تاوتریخوالی د زغملو نه دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.