په تخار کې ۷ کیلوګرامه هیروئین او ۲۲ بوتله کېمیاوي مواد کشف شوي

د تخار ښار

د تخار امنیتي چارواکي وايي، په دوو بېلابېلو عملیاتو کې یې ۷ کیلوګرامه هیروئین او ۲۲ بوتله کېمیاوي مواد کشف او د دې موادو د قاچاق په تور یې څلور تنه هم نیولي دي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا عملیات د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ اړوند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې موظفینو له‌خوا په تالقان ښار کې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې درې تنه د تخار اوسېدونکي او یو بل یې د بلخ ولایت دی.

سرچینه زیاتوي، د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي دي.