نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی

په پکتیا کې نامعلومو وسله والو د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس وژلی.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې قاضي لاهور تېر مازیګر د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د ولایت مقام ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه او وایي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د نوموړي د وژنې په قضیه کې د ښکېلو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د وژل شوي قاضي مشر زوی عبدالولي تدبیر ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې هغه مهال چې له کوره د دندې په لور وتلی، په لاره کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی.

نوموړی له امنیتي ځواکونو غواړي چې د پلار د وژنې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تر اوسه د نوموړي د وژنۍ مسؤلیت چا نه دی منلی.