له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دې هېواد د صدراعظم بوریس جانسن د وروستۍ شېبې پر طرحه نن په پارلمان کې رأیې ورکول کېږي.
رسنۍ دا د بریتانیا د راتلونکي تګلوري د ټاکلو لپاره یوه مهمه ورځ بولي.
راپورونه وايي، د دې ډاډ لا هم نه شته چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو دا طرحه چې صدراعظم جانسن وړاندې کړې، په بریتانوي پارلمان کې به تأیید شي.
تر دې مخکې د پخوانۍ صدراعظمې ترزا مې څو طرحې په دې کې پاتې راغلې چې د بریتانیا د استازو له جرګې تصویب تر لاسه کړي.
په سلو کې ۵۲ بریتانویانو د ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای میاشت کې په یوه ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوۍ رأیې ورکړې، خو له هغې راوروسته له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو څرنګوالی د بریتانوي سیاستوالو ترمنځ په یوه لانجمنه مسئله بدله شوې ده.