جاپان د تېل وړونکو کښتیو د ساتنې لپاره له واشنګټن سره همکاري کوي

جاپان وايي، د امریکا په مشرۍ له هغه ائتلاف سره به یو ځای نه شي چې هدف یې له منځني ختیځه د سوداګریزو اموالو د انتقال د امنیت ساتل دي.

د جاپان د دولت ویاند یوشیدا سوګا د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی په دې برخه کې جلا اقدامات کوي او د دې لپاره چې جاپان ته د تېلو د لېږد خوندیتوب ډاډمن کړي، سیمې ته خپلې کښتۍ استوي.

پر دې سربېره نوموړي زیاته کړه، توکیو به د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د ساتنې په برخه کې له واشنګټن سره نږدې همکاري وکړي.

د سوګا په وینا، په منځني ختیځ کې سوله او امنیت د جاپان په شمول د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي.

لوېدیځ او عرب متحدان یې ایران تورنوي چې په وروستیو کې پر یو شمېر تېل وړونکو بېړیو بریدونو کې لاس لري خو ایران دا تورونه بې بنسټه بللي.

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ په فارس خلیج کې د سمندري ځواکونو پر مټ د سوداګریزو کښتیو د امنیت د ټینګښت کمپاین پیل کړی دی.

یو شمېر لوېدیځو او عرب هېوادونو د دې اقدام ملاتړ کړی دی.