یو شمېر نړيوالو رسنیو په ننګرهار ولایت کې د جمعې ورځې چاودنې ته کتلي چې پکې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، دا چاودنه د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې په یوه جومات کې شوې او ټول لمونځ کوونکي هدف ګرځېدلي دي.
واشنګټن پوسټ لیکي، د دې حملې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو طالبان او داعش سخت دريځي په ننګرهار او د افغانستان په ختيځ کې فعال دي.
وروسته راغلي چې په ننګرهار کې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي چې د روان کال د نهو مياشتو پر مهال تر ۲۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او شااوخوا ۵۷۰۰ نور ټپيان شوي دي.
راپور د دغو تلفاتو د دوه شپېته فیصدو مسئولین طالبان او نورې وسله والې ډلې بولي او د شپږویشتو فیصدو تلفاتو مسؤلیت افغان ځواکونه لري.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم دې ته کتلي چې په تېرو لسو کلونو کې د جولای مياشت د ملکيانو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.
د ورځپاڼې په وینا، د ملکیانو تلفات په داسي حال کې زیات شوي چې د افغان او امریکايي ځواکونو عمليات هم له طالبانو سره د خبرو تر درېدو وروسته زیات شوي دي.
ورځپاڼې لیکلي، امریکا د ژمي تر اخره له طالبانو سره په خبرو بوخته وه او دواړو لورو هڅه کوله چې د خبرو پر مهال لوړ لاس ولري، نو د طالبانو حملې زياتې شوې او امريکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد عمليات هم ډېر کړل.
نيويارک ټايمز لیکلي چې طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو په بېلابېلو سیمو کې حملې زياتې کړې او افغان امنیتي ځواکونو د امریکا په ملاتړ هوايي او مځکني عمليات زیات کړل.
په نتيجه کې یې د ورځپاڼې په وینا، تر ټولو زیات تلفات په دې جګړه کې ملکیانو ته اوښتي دي.
میليټري ټایمز:
د امریکا چاپ میليټري ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې د ملکيانو تلفاتو زیاتېدو ته کتلي دي.
د ورځپاڼې په وینا، د ملګرو ملتونو په راپور کې د تلفاتو زیاتېدو تر څنګ یو بل ټکان ورکوونکی ټکی هم شته چې په نهو مياشتو کې د دغو ملکي تلفاتو ۴۱ فیصده يې کوچنيان او ښځې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې رئیسې فیونا فریزر وايي، تېرې درې مياشتې یعنې جولای، اګست او سپټمبر د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشتې وې.
د دې په وینا، په لاس جوړ شوي چاودېدونکي مواد او وروسته عملیات او نښتې په افغانستان کې د ملکیانو د تلفاتو کچه ډېره لوړه کړې ده.