د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې نه شي اعلانولی.
د ټاکنو د قانون پر اساس کمېسیون باید د انتخاباتو ابتدايي پایلې نن د میزان په ۲۷مه اعلان کړې وای.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون چارواکي به نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړي چې څرنګه او په کومه ورځ د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلانولی شي.
عبدالعزیز ابراهیمي وویل: "د انتخاباتو د شفافیت د تامين او د تورو او سپینو رأیو د بایومټریک او غیر بایومټریک رأیو د جلاکولو لپاره احتمالاً د ټاکنو ابتدايي پایلې په تاخیر اعلان شي.