څارونکي: په سوریه کې د ترکي ځواکونو په حمله کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوې خپلواکې ادارې ویلي چې د سوریې په شمال ختیځو سیمو کې پرون د اکټوبر په اتلسمه د ترکي ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، هوايي حملې د رأس العین ښار ختيځو پولو ته نږدې د باب الاخیر په کلي کې شوې دي.

په حملو کې د کُردانو د ډموکراتیکې سوریې ځواک ۸ جنیګالي هم وژل شوي دي.

خو د امریکاد متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په یوه ټوېټ کې ولیکل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ږغېدلی دی.

ټرمپ ولیکل چې د ترکیې ولسمشر ورته ویلي چې د سوریې په شمال کې د سنایپر ټوپکو او هاوان ډزې شوي، خو ژر بندې شوې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پرون په استانبول کې خبریالانو ته وویل چې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات يې درولي او پر هغه موافقه ولاړ دي چې له امریکا سره یې کړې ده.

خو د سوریې په شمال کې د کُردي ځواکونو ویاند ویلي چې ترکيې پر کړې ژمنه عمل نه دی کړی او هوايي او ځمکني عملیات یې په شدت روان دي.