د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د خپلې سرمشريزې لومړۍ ورځ په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا د شمولیت په اړه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسوله.
فرانسه او دوه نور هېوادونه وايي، د بالکان د لوېدیځ هېوادونه لا په اروپايي ټولنه کې غړیتوب ته لازم چمتووالی نه لري.
د فنلنډ صدراعظم انټي رینې نن سهار وویل، پایلې ته نه یوو رسېدلي او هيله مند یوو چې پر يوه توافق د سلا کېدو امکان وي.
د اروپايي ټولنې د مشرانو د خبرو د دوهمې او وروستۍ ورځې په درشل کې په دې ټولنه کې د البانیا او شمالي مقدونیا پر غړیتوب بحثونه لا هم ګونګ ښکاري.