"د باختر خزانې اثار په هانګ کانګ کې نندارې ته کېښودل کېږي"

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې راتلونکې اوونۍ به د باختر خزانې تاریخي اثار په هانګ کانګ کې نندارې ته کېښودل شي.

د دې وزارت ویاند صابر مهمند پرون د اکټوبر په ۱۷مه ازادي راډیو ته وویل چې دا تاریخي اثار اوس د چین په اصلي خاوره کې دي.

صابر مومند وایي: "دا اثار به راتلونکې میاشت د چین له موزیمه هانګ کانګ ته یوسو او هلته به یې نندارې ته کېږدو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وینا، د باختر خزانې اثار په جرمني، فرانسې، هالنډ، امریکا، جنوبي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د باختر خزانې تاریخي اثار د کوشانیانو د زمانې او د برونزو په عصر پورې تړاو لري.