په اروپايي اتحادیه کې د امریکا سفیر ګوردن سونلاند چې د امریکا د جمهور رئيس د استیضاح په اړه د کانګرس د استازو مجلس د تحقیقاتو په مرکز کې دی، پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کړی چې د بهرني سیاست په چارو کې یې خپل شخصي وکیل ته د مداخلې اجازه ورکړې ده.
ګوردون سونلاند د اوکراین له جمهور رئیس سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټلفوني مکالمې له امله د را ولاړې شوې لانجې او په دې ارتباط د ولسمشر د استیضاح په بحثونو کې له مرکزي څېرو ګڼل کېږي.
هغه پرون د اکټوبر په ۱۷مه د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د هغو غړو په غونډه کې دا خبره کړې چې د ولسمشر د استیضاح په اړه څېړنې کوي.
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس په دې اړه چې ډونالد ټرمپ د جولای په ۲۵مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ټيليفون کړی او پر هغه یې فشار راوستی چې د ټرمپ د انتخاباتي رقیب جوبایډن په اړه څېړنې وکړی، پلټنې کوي.
د دې ټيليفوني مکالمې افشا کېدو د امریکا د ولسمشر د استیضاح بحث پیدا کړ.
خو ټرمپ او زیلینسکي ویلي چې داسې خبرې يې نه دي کړي چې د سوال وړ وي.