د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې د سیدکرم ولسوالۍ اړوند شیجنک او د احمدابا ولسوالۍ په بورګي سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د پکتیا د پولیسو ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې یو شمېر وسلې او یو د چاودیدونکو توکو ډک فلډر موټر هم له منځه وړل شوی.
تر اوسه د دې بریدونو په اړه وسله والو مخالفینو رسنیو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.