د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د يوه تازه راپور موندنې ښيي چې د روان میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د يوناما په راپور کې راغلي چې د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر دېرشمې پورې چې کوم ارقام دوی ثبت کړي، ښيي چې د تېر کال د همدې درېیو میاشتو په پرتله سږ کال د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د شمېرنو له مخې، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې ۸۲۳۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ۲۵۶۳ تنه وژل شوي او ۵۶۷۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې چې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې سره ورته ده.
په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي ياماموتو له قوله ویل شوي: "د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ښيي چې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې باید د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام زیات او د عملیاتو پرمهال دې خپل چلند ته بیا کتنه وکړي."
د يوناما په راپور کې په تېرو نهو میاشتو کې د ټولې مرګ ژوبلې ۶۲ سلنه پړه د حکومت پر وسله والو مخالفینو، ۲۶ سلنه یې پر افغان حکومت او ملاتړو ځواکونو او پاتې نور يې پر نامعلومو وسله والو ډلو اچول شوې.
د يوناما په راپور کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې تر ټولو مهم لامل ځانمرګي بریدونه او ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ياد شوي چې د ټولې مرګ ژوبلې ۴۲ سلنه جوړوي، بل لامل یې ځمکنۍ جګړې يادې شوي چې د يادې مرګ ژوبلې ۲۹ سلنه او ورپسې هوايي بریدونه دي چې د ټولې مرګ ژوبلې ۱۱ سلنه جوړوي.