دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ

د افغانستان دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه له درېیو استقامتونو پیل شول.

دی وایي "دا عملیات له درېیو نقطو پیل شوي، له ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او کیله ګي سیمو څخه پیل شوي، دا عملیات به له بغلان څخه د طالبانو تر بشپړو پاکېدو پورې دوام وکړي، پر هغو سیمو چې له جدي ګواښ سره مخامخ دي، زموږ تمرکز ډېر زیات دی."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې تر اوسه په دې عملیاتو کې پرمختګونه هم شوي، خو جزیات یې ورنه کړل.

دفاع وزارت تر دې وړاندې په بدخشان، تخار او کندز کې هم پراخ عملیات کړي چې د دغه وزارت د چارواکو په خبره، ډېرې سیمې یې له وسله والو طالبانو بېرته ونیولې او د مهمو افرادو او قوماندانانو په ګډون یې لسګونه طالبان ووژل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.