چارواکي په پکتیکا کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په پکتیکا کې د ۵ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د یاد ولایت په جاني خېلو، وازېخوا او مرکز کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا د امینې قوماندانۍ د امنیت امر څارمن مسعود بابکرخېل ازادي راډیو ته وویل، دوه وسله وال د مرکز اړوند د شرابت په سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې او درې وسله وال د جاني خېلو او وازېخوا په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په کمینونو کې وژل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.