د کانګرس ډموکراتانو د امریکا-مکسیکو د دېوال په اړه د ټرمپ پر پرېکړه نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د کانګرس ډموکراتانو د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر هغه پرېکړه اعتراض کړی چې د پنټاګون پیسې یې د امریکا او مکسیکو په سرحد کې د دېوال رغونې ته ځانګړې کړي دي.

ډموکراتانو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض کړی چې د مخدره موادو پرضد د مبارزې لپاره د پنټاګون څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالر یې له مکسیکو سره په سرحد کې د دېوال د جوړولو بودجې ته انتقال کړي.

د دې دېوال د رغونې ژمنه ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال کړې وه.

مخکښو ډموکراتانو دفاع وزیر مارک ایسپر ته په یوه لیک کې لیکلي چې د دې پرېکړې له مخې په افغانستان کې د مخدره وموادو پرضد د مبارزې له بودجې څخه هم ۱۲۹ میلیونه ډالر ایستل شوي دي.

په لیک کې راغلي دي چې دفاع وزارت دې ته اړ ایستل شوی دی چې له دوو انتخابونو یو غوره کړي: "یا به دا پیسې په افغانستان کې د هیروئینو د تولید د مخنیوي لپاره د پوځي اقداماتو د ګړندي کولو لپاره لګول کېږي او یا به د هغه دېوال د رغونې د اضافي بودجې لپاره ځانګړې کېږي چې د امریکا خلکو یې هېڅ راز ملاتړ نه دی کړی."

د دې هڅو مشري ډموکرات سناتوران دیک دوربین، پاتریک لیاهي او چک شومر کوي.

دوی وايي چې د افغانستان مخدره مواد د طالبانو د عوایدو مهمه سرچینه ده او له پنټاګون څخه غواړي چې خپلې هڅې لازیاتې کړي څو طالبان له دې حیاتي سرچینې بې برخې شي او له دې سره په افغانستان کې دننه او بهر د هیروئینو د کارولو امکان راکم شي.

ټرمپ د مکسیکو د دېوال د رغونې لپاره د پنټاګون له بودجې څخه تر دې دمه څه باندې شپږ میلیارده ډالر راګرځولي دي.

د مکسیکو په سرحد کې د دېوال رغونه د کانګرس د ډموکراتانو او ټرمپ ترمنځ هرکال د بودجې په اړه په بحثونو کې د لانجې یو مهم علت وی.

د مثال په ډول ښاغلي ټرمپ په تېر ژمي کې د دې دېوال د رغونې لپاره د څه کم یونیم میلیارد ډالرو بودجې د خبرو له ناکامۍ وروسته د بېړني حالت یو لانجمن فرمان ورکړ او له دې سره یې دا موقع ترلاسه کړه چې د پوځ د رغونې د چارو له حساب څخه درې چنده پیسې دې دېوال ته ځانګړي کړي.