د افغانستان د جلغوزو تولیدات ۸۰ سلنه له پکتیا څخه دي

په کابل کې د جلغوزیو فابریکه

د افغانستان د جلغوزو تولیدات ۸۰ فیصده له پکتیا ولایت څخه دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیا کې هرکال ۲۴ زره مټریک ټنه جلغوزي تولیدېږي.

د دې وزارت ویاند اګبر رستمي ازادي راډیو ته وايي، جلغوزي ته د ښه بازار پیدا کولو لپاره افغان حکومت په ځانګړي توګه اړوندو ادارو پوره پاملرنه کړې چې په یایله کې به د افغانستان عواید زیات شي.

د رستمي په خبره، د جلغوزو د قاچاق په اړه افغان حکومت په ځانګړې توګه د کرنې وزارت یوه مشخصه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د دې وچې مېوې د قاچاق مخه په کلکه ونیول شي.