د کرنې وزارت: سږ کال د مېوو او سبزیجاتو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د تېرو کلنو په پرتله سږ کال د تازه مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په برخه کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ددې وزات ویاند اکبر رستمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د میوو او سبزیجاتو تر څنګ د غلو حاصلات هم زیات شوی.

د ښاغلي رستمي په خبره: یوازې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ فیصده زیات والی راغلی، چې علت یې هم له بزګرانو سره د حکومت له لوري د منظمو برنامه شریکول دی.

د کرنې وزارت په داسې حال د تازه او وچو میوو د حاصلاتو د لوړوالی خبره کوی چې، اوس هم کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار نشتون د بزګرانو پروړاندې یوه جدي اندېښنه ده.