د بوسنیا هرزګوینا پولیسو سلګونه پناه غوښتونکي له نیمګړو ودانیو یوه کمپ ته بوتلل

د بوسنیا او هرزګوینا پولیسو دا پناه غوښتونکي ځکه کمپ ته بوتلل چې په ژمي کې بشري ناورین پېښ نه شي.

د بوسنیا هرزګوینا پولیسو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې، سلګونه پناه غوښتونکي چې په نیمګړو ودانیو او تشتو کورنو کې استوګن وو، را غونډ کړل او د وچیک په نوم کمپ ته یې بوتلل.

د بوسنیا او هرزګوینا پولیسو دا کار د دې لپاره کړی چې په ژمي کې بشري ناورین پېښ نه شي.

له سیمې په یوه ویډيو کې چې پرون د اکټوبر په شپاړسمه رسنیو خپره کړه، د پناه غوښتونکو یوه ستره ډله لیدل کېږي چې پولیسو پیاده روانه کړې وه او د کرواسي پولې ته نږدې، د وچیک کمپ ته يې بیول.

خو د بشري حقونو د څارنې نړیوالو ډلو د وچیک په کمپ کې د وضعیت د خرابوالي له امله د بوسنیا او هرزګوینا پر چارواکو سختې نیوکې کړې دي.

رپوټونه وايي چې دې کمپ ته په نږدې سیمو کې د بوسنیا د کورنۍ جګړې ماینونه لا هم پاتې دي. په دې سیمه کې پخوا ځمکه ښویېدلې وه.