"تېره یوه اونۍ کې ۶۱ افغانان له اروپایي هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي"

Afghanistan -- Afghan refugees in turkey who want to voluntary deport to Afghanistan because of financial problem, 12 Nov 2018مهاجرین

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اِم) ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې ۶۱ افغانان له اروپایي هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې په حواله چې پرون د اکټوبر په شپاړسمه خپره شوې، ۴۸ افغانان اروپايي هېوادونو مسترد کړي او ۱۳ تنه په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي.

د دې ادارې په وینا، د روان میلادي کال له پېل راهیسې تر یونیم زر زیات افغانان په اروپايي هېوادونو کې د نه منل کېدو له امله، افغانستان ته بېرته ګرځول شوي دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې په وینا، د اکټوبر له شپږمې تر دولسمې له ترکیې څخه ۱۳۱۰ افغانان د ترکیې حکومت مسترد کړي دي.

دې ادارې ویلي چې د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې زیات افغانان له ایران او بیا له پاکستانه خپل هېواد ته شړل شوي دي.

په دې کې یوشمېر کسان شته چې په خپله خوښه هم افغانستان ته تللي دي.