د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار روبرت اوبراین نن انقرې ته ځي، ترڅو د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند غوښتنه وکړي.
که څه هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېڅکله به د اوربند سپارښتنه ونه کړي.
د امریکا د مرستیال ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې مایک پنس به د اکتوبر په ۱۷ له ولسمشر اردوغان سره وګوري او د سمدستي اوربند او د مذاکراتو د شرایطو په اړه به خبري وکړي.
په همدې حال کې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف په سوریه کې د ترکیې د عملیاتو په اړه نن په مسکو کې خبریالانو ته په ټلیفوني وینا کې وویل، "موږ د ترکیې له خوا د خپل امنیت د خوندي کولو د حق درناوی کوو، خو تمه لرو دا پوځي عملیات د خپل دفاع او امنیتي اهدافو سره په ارتباط وي."
ښاغلي پسکوف همداراز وویل، مسکو هیله مند دی چې دا عملیات په سوریې کې سیاسي بهیر ته خنډ نه شي او تخریب یې نه کړي.
د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو نن اتمه ورځ ده.
د همدې عملیاتو له امله لږ ترلږه ۱۹۰ زره کسان د سوریې له شماله تېښتي ته اړ شوي دي.