د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن (اکټوبر ۱۶مه) د کیم جونګ اون هغه عکسونه خپاره کړي چې پر سپین اس د پیکتو په نوم غره پر سر ولاړ دی. دغه غر ۲۷۵۰ متره لوړ دی.
دولتي رسنیو د کیم د پلویانو په حواله ویلي چې د شمالي کوریا مشر د لویو عملیاتو پلان لري، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
پر اس د دغه غره پر سر د ښاغلي کیم حرکت، د کوریا د انقلاب په تاریخ کې لوی ارزښت لرونکی اقدام بلل شوی دی.
کیم تر دې وړاندي تر ځینو لویو پریکړو دمخه هم دغه غره ته ختلی، لکه په ۲۰۱۳ کال کې د خپل تره د اعدام پریکړه، په ۲۰۱۷ کال کې د شمالي کوریا تر ټولو لوی قاره ویشتونکي بالستیک توغندي تر پیل دمخه او په ۲۰۱۸ کال کې چې د جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو سره په یوې دیپلوماسۍ ورښکېلېده.
دا عکسونه څو ورځي وروسته له هغه خپاره شوي چې په شاوخوا اوو میاشتو کې له واشنګټن سره د شمالي کوریا لومړني اټمي مذاکرات له منځه ولاړل.