د افغانستان د غالیو صادرات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي

غالۍ او ټغرونه تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو، جلال اباد او کابل کې اوبدل کېږي.

د افغانستان د غالیو او فرشونو مرکز وايي، تېر کال ته په کتو په روان کې بهر ته ددغه هېواد د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه مرکز رئیس عبدالقهار خوش خلق نن (چهارشنبه، میزان ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د غالیو او ټغرونو تولیدات ډېر ښه دي، خو په بهر کې ورته ښه بازار نشته.

ښاغلي خوش خلق وویل، غالۍ او ټغرونه تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایتونو، جلال اباد او کابل کې اوبدل کېږي.

"د غالیو او ټغرونو میاشتنی تولید له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰ متر مربع دی، خو زمونږ خرڅلاو کم دی، یعنې په کومه چې تولیدېږي نه خرڅېږي، ځکه په بهر کې ورته ښه بازار نه لرو."

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې مسوولان که څه هم دا ستونزه نه مني، خو وايي چې له هېواده بهر د نندارتونونو له لارې د افغانستان غالیو ته بازار موندنه کوي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، دغه غالۍ د افغانستان په نوم د هوايي دهلیز له لارې اروپايي هیوادونو په ځانګړي ډول اېټالیا ته صادرېږي.