پولیسو لوګر کې د اجمل په نوم حقاني شبکې یو مهم سرګروپ نیولی دی

د لوګر د پولیسو ویاند وویل، اجمل په لوګر کې په بېلابېلو بریدونو کې لاس درلود.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، پولیسو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د اجمل په نوم د حقاني شبکې يو مهم سرګروپ چې په بلال مشهور دی، نيولى دى.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن سهار (میزان ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، چې اجمل د میزان ۶مې ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال يې د لوګر پر مرکز راکټي بريدونه کړي وو.

د ښاغلي احمدزي په وینا نوموړي په لوګر کې په بېلابېلو بریدونو کې لاس درلود.

تر اوسه طالبانو د نوموړي د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.