روسيه وايي پرې به نه ږدي چې د ترکيې او سوريې ځواکونه په خپلو کې شخړه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سوريې په شمال کې د ترکيې پوځي عمليات شديد شوي دي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون ويلي چې د دغو عملياتو يو هدف سوريې ته د کډه شويو سوريايانو ستنول دي.
د سوريې لپاره د روسيې ځانګړى استازى وايي، مسکو به پرې نه ږدي چې د ترکيې او سوريې ځواکونه په خپلو کې شخړه وکړي.
الکساندر لاورينتيف پرون سې شنبه (اکټوبر ۱۵مه) متحده عرب اماراتو ته د سفر پر مهال دا خبره وکړه او زياته يې کړه، "موږ به پرې نه ږدو چې داسې څه پېښ شي".
لاورينتيف زياته کړه، د ترکيې او سوريې چارواکي د هر ډول شخړې د مخنيوي لپاره په تماس کې دي.
په همدې حال کې د روسيې دفاع وزارت وايي پوځيان يې د سوريې او ترکيې ترمنځ د پولې په اوږدو کې، سرحدي ښارګوټي منبج ته څېرمه او د الفرات سيند په لوېديځ کې د جګړې پر لومړۍ کرښه ګزمې کوي.
خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير کيلې کرافت ويلي، واشنګټن د روسيې د "ګزمو" په اړه سخته اندېښنه لري.
د روسيې دولتي رسنۍ وايي د دې کار هدف دا دى چې د سوريې او ترکيې ځواکونه له يو بل څخه فاصله ولري.
روسيه چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له کليدي پوځي متحدانو ګڼل کېږي، له ٢٠١٥م کال راهيسې په سوريه کې خپل پوځيان ګمارلي دي.
ترکيې د سوريې په شمال کې تېره اوونۍ پوځي عمليات پيل کړل او هدف يې له سرحدي سيمو د کردانو په رهبرۍ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو شړل ښوولي دي.
ترکيه د سوريې د کردانو د خلکو د خونديتوب قطعې يا (YPG) چې د سوريې په ډيموکراتيکو ځواکونو (SDF) کې پراخه ملېشه ډله ګڼل کېږي، تروريستي سازمان ګڼي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د اذرباييجان په پلازمېنه باکو کې په خپله وينا کې وويل:
"د سولې د پسرلي په نوم د ترکيې پوځي عمليات دوه اهداف لري: لومړى د سوريې په شمال کې د کردانو د کارګر ګوند يا (PKK) او د خلکو د خونديتوب قطعو د تروريستي سازمانونو بشپړ له منځه وړل دي. دويم هدف خپل هېواد ته د ٣ مليونه ٦٥٠ زره سوريايي عربانو ستنول دي چې له اتو کلونو راهيسې زموږ مېلمانه دي."
د کردانو په رهبرۍ ځواکونو ويلي چې د سوريې له حکومت سره د يوې موافقې له مخې د پوځي ملاتړ په بدل کې د ترکيې د عملياتو په دفع کولو کې همکاري کوي.
د روسيې دفاع وزارت ويلي د سوريې ځواکونو د منبج ښارګوټي په شااوخوا کې پر ځینو سیمو کنټرول ترلاسه کړی.
د سوريې ډيموکراتيک ځواکونه په سوريه کې د اسلامي دولت افراطي ډلې يا داعش په وړاندې په مبارزه کې د امريکا عمده متحدان ګڼل کېږي.