د افغانستان د پوځ یوه څرخي الوتکه د حیرتان بندر ته څېرمه رالوېدلې ده

چارواکی وايي، د هوايي ځواکونو یو هلیکوپټر د تخنیکي ستونزو له امله د حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه رالوېدلې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د ملي اردو د يوې MI-17 ډوله څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ٤ پيلوټانو په ګډون ٧ تنه سورلۍ وژل شوې ده.

د هوايي ځواکونو دغه څرخي الوتکه د حیرتان سوداګریز بندر ته څېرمه رالوېدلې ده.

دغه وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، دا څرخي الوتکه ملي اردو د ٧٧٧ مې قطعې مربوط وه.

بلخوا، په شمال کې زون کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د دې پېښې په اړه پرون ازادۍ راډيو ته وويل:

"دا يوه روزنيزه الوتنه وه، چې پرون د مازيګر پنځه بجې او ٣٠ دقيقې له تخنيکي ستونزې سره مخامخ شوې ده، پيلوټان مجبوره شوي، چې اضطراري ناسته وکړي. الوتکه د ناستې پر وخت پر ځمکه لګېدلې ده."

دفاع وزارت د دې الوتکې د نسکورېدو پر پېښه خواشيني ښوولې ده.