سوریه کې د ترکیې پوځي عملیات؛ امریکا د ترکیې پر دریو وزیرانو بندیزونه ولګول

د ترکیې د درېیو وزیرانو له ډلې یو د دفاع وزیر خلوصي اکار دی چې امریکا پرې بندیز ولګاوه.

امریکا د ترکیې پر دفاع وزیر خلوصي اکار، د کورنیوچارو وزیر سلیمان سویلو او د انرژۍ پر وزیر فتح دونمیز د بندیزونو اعلان کړی دی.

پر دغو ترکي چارواکو دا بندیزونه د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې لګول شوي دي.

هغوي د امریکا د خزانې وزارت په تور لست کې شامل شوي، پانګې یې کنګل شوي او له هغوي سره د امریکايي ادارو او د امریکا په تړاو د شرکتونو پر بانکي معاملو ممانعت اعلان شوی دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون (اکټوبر ۱۵مه) د ترکیې له جمهور رئیس سره په ټیلفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره په سوریه کې عملیات ودروي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال پرون وویل چې ښاغلي ټرمپ له اردوغان سره جدي خبرې وکړې.