د فراه چارواکي په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

د فراه د پولیسو ویاند، محب الله محب ازادي راډیو ته وویل چې په بالابلوک کې هوايي عملیات ګډو ځواکونو کړي دي.

د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې امنیتي چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۷ طالبان په هوايي عملیاتوکې وژل شوي دي.

د فراه د پولیسو ویاند، محب الله محب نن (اکټوبر ۱۵مه)، ازادي راډیو ته وویل چې په بالابلوک کې هوايي عملیات ګډو ځواکونو کړي دي.

ښاغلي محب زیاته کړه، د فراه ښار په مرکزي سیمو او شااوخوا ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي، دا عملیات به تر هغه روان وي چې د فراه ښار په شاوخوا کې ټول کلي تصفیه او تلاشي شي.

طالبانو په بالا بلوک کې د خپلو ۷ وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.