پروان کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپيان کړل

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه سایکل کې ځای پرځای شوی و.

د پروان د بګرام ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي دي.

په ټپيانو کې دوه ښځې، دوه نارینه او یو ماشوم دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي نن (اکټوبر ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه سایکل کې ځای پرځای شوی و او هدف یې په بګرام کې د ښځو د ابتدایه محکمې د رئیسې موټر و.

قدوسي وویل چې په چاودنه کې د ابتدايه محکمې د رئیسې یو ساتونکی هم زخمي شوی دی. خو څرګنده نه ده چې پخپله رئیسې ته زیان رسېدلی که نه.

د حملې مسئولیت تراوسه چا نه دی اخیستی.