د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (سه شنبه، اکټوبر ۱۵مه) له سعودي چارواکیو سره د ریاض او تهران ترمنځ پر رامنځته شوي کړکېچ او ځینو نورو مسایلو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
له عمران خان سره به په دغه لنډ سفر کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نور جګپوړي چارواکي هم وي.
عمران خان پر داسې مهال ریاض ته سفر کوي چې د تیرې شنبه په ورځ تهران ته تللی و او له ایراني چارواکیو سره یې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، عمران خان له سعودي چارواکیو سره په خبرو کې ایران ته د خپل سفر په اوږدو کې له ایراني چارواکو سره د تهران او ریاض ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د مخنیوي په اړه پر شویو وړاندیزونو بحث وکړي.
د پاکستان رسنیو د رپوټونو له مخې عمران خان په تهران کې ایراني چارواکو سره په خبرو کې د اسلام اباد په کوربه توب د ایراني او سعودي چارواکو د مخامخ خبرو وړاندیز کړی.
له بلې خوا په پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د پاکستان د دوو جګپوړو چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي، " پاکستان هڅه کوي چې په منځني ختیڅ کې د کړکېچ د کموالي لپاره په خپل کوربه توب د ایران او سعودي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړي."
ورځپاڼه کاږي چې د پاکستان صدراعظم، د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتي ادارې رئیس ایران ته د خپل سفر پرمهال ایراني چارواکو ته دا وړاندیز کړی او ریاض ته د سفر پر مهال به سعودي چارواکو ته هم ورته وړاندیز وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال امریکايي چارواکو هم له عمران خان څخه غوښتنه کړې وه، چې د تهران او ریاض ترمنځ د کړکېچ په اواري کې مرسته وکړي.