افغانستان کې د خوارځواکۍ او خوراکي موادو قحطۍ په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ځیني افغان ماشومان چې د خوارځواکۍ له امله بستر دي (د ارشیف انځور)

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د کوچنیانو خوارځواکي او د خوراکي موادو قحطي د شدیدې اندېښنې وړ بللې دي.

له کوچنیانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې، یونېسف نن د اکټوبر په ۱۵مه په یوه راپور کې ویلي چې هر کال په افغانستان کې دوه میلیونه تر پنځه کلن کمر عمره نجونې او هلکان د سم خوراک د نشتوالي له امله مناسبه وده نه‌شي کولائ.

شپږ لکه کوچنیان له شدید خوارځواکۍ څخه کړېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د څېړنو پر اساس موندلې چې په افغانستان کې تر پنځو کلونو د کم عمره کوچنیانو د خوراکي موادو د کموالي او د کیفیت د خرابوالي له امله په نوره نړۍ کې تر خپلو همزولو، ۱۱ فیصده زیات د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.