د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې سوریه کې خپل پوځي عملیات بیړني ډول ودروي.
د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي چې د امریکا ولسمشر د ټېلفون له لارې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دی.
ښاغلي پنس ویلي، ښاغلي ټرمپ په شدید لحن له اردوغان سره خبرې وکړې. د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز وايي چې د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو منځګړیتوب لپاره به ډېر ژر سیمې ته سفر وکړي.
وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري به چې د سوریې له شمال څخه وځي، په منځني ختیځ کې پاتې شي ترڅو د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.
ټرمپ پرون دوشنبه وویل، په سوریه کې د عملیاتو له امله به پر ترکیې بندیزونه ولګوي.
ترکیې د سوریې په شمال کې تېره اونۍ عملیات پيل کړل. د ترکیې هدف دا دی چې له دغې سیمې کرد ملیشې وباسي او سوريايي کډوالو ته یوه خوندي سیمه برابره کړي.
دغه ملېشې چې د امریکا له ملاتړه برخمنې دي، اوس یې د سوریې رژیم له ځواکونو سره د ترکیې پروړاندې لاس یو کړی دی.