سکاټ میلر: د افغانستان دولتي ځواکونو پر مخالفانو بریالي ګوزارونه کړي

جنرال میلر ویلي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د وروستیو بریاوو سبب دی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې وسله والو ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي.

د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جنرال میلر دا څرګندونې د یکشنبې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې کړي او د دغه هېواد د دولتي ځواکونو زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې یې ستایلي دي.

خبرپاڼې د جنرال میلر له خولې زیاته کړې چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د وروستیو بریاوو سبب دی.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی."