د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د دولتي ځواکونو عملیات

د افغانستان د دفاع د وزارت د مرستیال جنرال یاسین ضیا په مشرۍ په تخار ولایت کې ددغو پوځي عملیاتو له پیلیدو اتلس ورځې تېریږي.

د افغانستان په شمال ختیځ چارواکي وايي، د تخار څلورو ولسوالیو له تصفیې وروسته دا مهال په درقد ولسوالۍ کې نظامي عملیاتو زور اخیستی.

د افغانستان د دفاع د وزارت د مرستیال جنرال یاسین ضیا په مشرۍ ددغو پوځي عملیاتو له پیلیدو اتلس ورځې تېریږي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مهال امنیتي ځواکونو د درقد په ولسوالۍ کې طالبان محاصره کړي او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی.

"په دغو اتلس ورځنیو عملیاتو کې ۱۶۷ وسله وال وژل شوي چې په ددوی مشران او قومندانان هم په کې شامل دي. په عین حال کې د وسله والو د ټپیانو شمېر ۱۲۸ تنو ته رسیږي".

د تخار د والي ویاند وویل په دغو عملیاتو کې تردې مهال څلور دولتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې ددغو عملیاتو په لومړیو ورځو کې په هوايي عملیاتو کې د شپږو محلي سرتیرو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

د ښاغلي هجري په وینا اوس په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه کم شوي دي.

وسله والو طالبانو د حکومتي لوري ددې ادعاوو په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.