د افغانستان د قره قل پوستکو صادرات په ډېرېدو دي

تېر کال افغانستان منځنۍ اسیا ته ۲۹۵۸۰ جلده د قره‌قل پوستکي صادر کړل.

د افغانستان د قره ‌قل پوستکي اداره وايي، اسیايي هېوادونو ته د قره‌قل صادارت مخ په زیاتېدو دي.

د دې ادارې مدیر محمد عارف د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې اروپايي هېوادونو ته هم صادارت پیل کړي.

"موږ د تېر کال تر پایه منځنۍ اسیا ته ۲۹۵۸۰ جلده د قره‌قل پوستکي صادارات درلودل، خو سږ کال چې یوه ربع یې پاتې ده، موږ ۲۴۶۷۰جلده صادر کړي چې شاید سږ کال صادارت د تېر کاله په پرتله نږدې پنځوس سلنه لوړ شي. "

دی وايي، اوس‌مهال یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو او فنلنډ ته د افغانستان قره‌قل صادرېږي.

د افغانستان د قره‌قل د پوستکې ادارې تېر کال د دې د پوستکو د نړیوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ او اوس‌مهال د نړیوال غړیتوب د اصولو پوره کولو په چارو بوخته ده.

د دې ادارې مسوولان هیله‌مند دي چې د دغو اصولو په پوره کولو سره کولای شي پر اسیا سربېره، د نړۍ ټولو هېوادونو ته د قره‌قل پوستکي صادارت ولري او له دې لارې زیات عواید تر لاسه کړي.