د غور ولایت د استيناف محکمې څارنوال عبدالمومین او ورور یې پرون یکشنبه ماښام د فیروز کوه ښار ته نژدې د نا څرګندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
په غور کې د ازادي راډیو خبریال د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت د امر وحیدالله نظامي له خولې وايي چې د غور د استيناف څارنوال عبدالمومین او ورور یې فیروز کوه ښار ته څېرمه د بهاري په کلي کې د څو تنو نورو خپلوانو سره خپل کور ته په لاره و چې د ناڅرګندو وسله وال پرې ډزې کړي دي.
د غور د امنیت د امر په وینا، په ډزو کې پر دوو وژل شویو سربېره درې تنه نور ټپیان شوي چې د دې ولایت د پوهنې د ریاست کارکوونکي دي.
نوموړی وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې پر دې کسانو برید چا کړی.
په همدې ورځ د فیروز کوه ښار کې په یو بله پېښه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو یو مامور هم په ډزو ټپي کړی دی.