چارواکي: د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ ولسوال وژل شوی

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژل شوی دی.

د ولایت مقام ویاند محب الله شریف زوی نن ازادي راډيو ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد وزیري تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې نامعلومو وسله والو وژلی دی.

شریف زوی وايي، غلچي برید کوونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې پیل شوي دي.

دی وايي، ولسوال په کابل د ولایتي او مرکزې ادارې له لوري یوه لس ورځني ورکشاف ته معرفي شوی و.

د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

شریف زوی زیاتوي چې له دې وړاندې د میدان وردګ ولایت یو شمېر مهم کسان په کابل ښار کې وژل شوي دي.