په کندهار کې ۲ ښځې او ۲ نارینه د کوچنیانو د تښتولو په تور نیول شوي

کندهار

په کندهار کې امنیتي چارواکو دوه ښځې او دوه نارینه د کوچنیانو د تښتولو په تور نیولي دي.

د کندهار د ملي امنیت ادارې پرون د اکټوبر په دولسمه یو ۸ کلن ماشوم د هغه کورنۍ ته وسپاره.

امنیتي مسؤلانو وویل چې سړو تښتونکو هغه ماشوم څلور ورځې مخکې د هلمند له ګرشک ولسوالۍ تښتولی او کندهار ته یې وړی و چې څلورو تښتونکو خپل جرم منلی هم دی.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په هغه ولایت کې د انسان تښتونې پېښې د پخوا په پرتله ډېرې کمې شوي دي.