په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

په بورکینا فاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی.

روېټرز خبري اژانس پرون د اکټوبر په دولسمه د بورکینا فاسو د پولیسو په حواله وویل چې پر لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځه په وخت کې ډزې شوې وې.

په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول.

د افریقا په لوېدیځ کې دا پروت هېواد یوازې نولس ميلیونه وګړي لري.

په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمییزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا رپوټونه خپرېږي.

روېټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم.

خو د روېټرز په حواله، مشکوکو جهادیانو تېره اوونۍ هلته د سرو زرو پر یوه کان حمله کړې وه او ۲۰ تنه یې وژلي وو.