واشنګټن ټایمز: اوسمهال له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو مناسب وخت نه دی

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه مقاله لیکلې چې اوس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.

واشنګټن ټایمز:

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یوه مقاله لیکلې چې اوس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ښه وخت کې د طالبانو له استازیو سره د لیدنې د لغوه کولو پرېکړه وکړه.

د مقالې په دوام کې راغلي چې په سیمه کې د چین او روسیې زیاتیدونکي نفوذ او هم د امریکا او ایران کړکیچونو ته په کتو په افغانستان کې د امریکا حضور تر بل هر وخت زیات مهم شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا د پنجشنبه په ورځ په میناپولیس کې خپلو پلویانو ته وویل چې وخت یې را رسیدلی امریکايي پوځیان له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

واشنګتن ټایمز لیکي چې متحده ایالتونه په ۱۹۹۰ کلونو کې د سیمې د یواځې پرېښودو خواشینوونکی تاریخ په یاد لري.

دا هغه وخت و چې د شوروي له پوځ سره د افغانستان تر جنګ وروسته د قدرت خلا رامنځته شوه او د کورنیو جګړو په دوام کې د طالبانو ډله را پیدا شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو افغانستان د تروریزم په یوه روزن ځای بدل کړ او تر څنګ یې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې لا هم د داعش او القاعده شبکې تروریستي ګواښونه موجود دي.

نو د واشنګټن ټایمز د دې مقالې لیکوال استدلال کوي چې اوس وخت له افغانستانه په بیړه وتل او د دغه هېواد یواځې پرېښودل تروریستي او ورانکاره ډلې هڅوي او دا ډلې به د امریکا دا کار د ځان لپاره یوه لویه بریا وګڼي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د افغانستان په جګړه باندې تمرکز کړی دی.

دا مقاله د امریکا د پوځ متقاعده ډګروال ګاري ریش لیکلې ده.

دغه پخواني امریکايي پوځي لیکلي، د ده په باور د ویتنام جګړې امریکا ته وښودله چې له دې وروسته په بې پایه جګړو کې ښکېله نه شي په خاصه توګه هغو هېوادونو کې چې ډیموکراټیکې پروسې پکې ډېر د منلو نه وي.

د وال سټریټ ژورنال په دې مقاله کې د افغانستان د فرهنګي او قومي جوړښتونو او تاریخ یادونه شوې.

د لیکنې په دوام کې بیا دا راغلي چې با نفوذه خلکو له بیوزله خلکو په جنګونو کې کار اخیستی ځکه د خلکو تلفات په دې پلمه دلته د توجیه وړ ګڼل کېدای شي چې ګواکې خلک په خپله خوښه په جګړو کې برخه اخلي.

د اکتوبر په اوومه د طالبانو په رژیم باندې د امریکا د بریدونو د پیل اتلس کاله پوره شول.

امریکا په دې اوږده جګړه کې نږدې دوه زره او څلور سوه پوځیان له لاسه ورکړي او زر میلیارډ ډالره یې لګولي دي.

په امریکا کې بېلابېل خلک په دې باور دي چې دا جګړه باید پای ته ورسول شي، خو د امریکا دفاع وزارت او سپینه ماڼۍ له افغانستانه د پوځیانو هر ډول وتل په شرایطو تړلی بولي.

امریکا تر اوسه پورې له افغانستانه د پوځیانو د وتلو لپاره هیڅ تاریخ نه دی ټاکلی.