امریکا سعودي عربستان ته نور پوځیان او پوځي تجهیزات استوي

سعودي عربستان ته به اضافي ځواکونه، د هوايي دفاع د پټرویټ سیسټم دوې بطرۍ او یو بشپړ هوايي دفاعي سیسټم واستول شي.

امریکا ویلي چې سعودي عربستان ته به نور پوځیان او پوځي تجهیزات واستوي.

د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حملې وشوې.

واشنګټن او ریاض ویلي ددغې حملې تر شا د ایران لاس دی، خو تهران دا تور رد کړی دی.

د امریکا د دفاع د وزارت د سرچینو په حواله په خپرو شوو رپوټونوکې ویل شوي چې سعودي عربستان ته به اضافي ځواکونه، د هوايي دفاع د پټرویټ سیسټم دوې بطرۍ او یو بشپړ هوايي دفاعي سیسټم واستول شي.