د نیمروز چارواکي: په تېرو ۴ میاشتو کې ۱۵۵ قاچاق وړونکي نیول شوي

آرشیف

په نیمروز ولایت کې څه د پاسه (۱۵۰) قاچاق کوونکي او سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احسان الله احسان د میزان د میاشتې په ۱۶مه نېټه رسنیو ته وویل چې دوی په تېرو څلورو میاشتو کې (۲۱۷) کیلو ګرامه هیروئین، (۱۵۲۴) کیلو ګرامه تاریاک، (۹۳) کیلو ګرامه چرس، (۳۱۱) لېټره شراب او څه د پاسه لس کیلو ګرامه شیشه او څه د پاسه لس زره لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي.

دی وایي: د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو (۱۶۴) دوسیې لرو او (۱۵۵) مشکوک کسان مو هم نیولي چې د دوی په اړه نورې څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې نیول شوي نشه يي او کېمیاوي مواد له افغانستانه د باندې د قاچاق کېدلو پر مهال نیول شوي دي.