هند ته د مخدره موادو له قاچاقه مخنیوی وشو

اته تنه هغه مهال ونیول شول چې د حامد کرزي او کندهار له هوايي ډګرونو څخه یې نشه يي مواد قاچاق کول.

د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د میزان د میاشتې په ۱۴مه نېټه پنځه تنه هغه مهال ونیول چې په خپلو خېټو کې یې یو کیلو او (۴۵۹) ګرامه هیروئین د کندهار له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو درې کسان هغه مهال ونیول چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه یې ډيلي ته (۷۵۵) ګرامه هیروئین قاچاق کول.

دا قاچاق کوونکي چې نشه يي مواد يې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.