مسؤلان: په پروان کې د طالبانو د سرې قطعې يو غړى نيول شوى

د پروان یو انځور

د پروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې يو غړى نيول شوى دى.

د شينوارو ولسوال اکوګل محمدي نن ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو دغه مشر عزيز محمد نومېږي چې امنيتي ځواکونو په دراز ګرد سيمه کې نيولی دى.

ښاغلى محمدي وايي، نيول شوي مشکوک کس د غوربند درې په ناامنيو کې لاس درلود.

د ازادي راډيو خبريال وايي، دغه دره د پروان ولايت په سطحه له ناامنو سيمو ګڼل کېږي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه په کې محسوسېږي.