ټرمپ يو وار بيا ټينګار وکړ چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه باسي

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر يو وار بيا ټينګار وکړ چې امريکايي پوځيان به له افغانستانه وباسي.

ډونالد ټرمپ پرون په ميناسوتا ايالت کې د خپلو پلويانو يوې ډلې ته په خبرو کې وويل: ټاکل شوې وه چې موږ د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شو، خو اوس مو هلته د حضور تقريباً ١٩ کاله کېږي، د دې وخت دى چې خپل پوځيان بېرته کورونو ته را ستانه کړو.

ښاغلي ټرمپ ونه ويل چې خپل څومره شمېر پوځيان به کله له افغانستانه وباسي.

خو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست مياشتې په لومړيو کې هم له افغانستانه د شااوخوا ٦٠٠٠ امريکايي پوځيانو د ايستلو خبره کړې وه.

د راپورونو پر اساس، دا مهال په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر ١٤٠٠٠ ته رسېږي.