چارواکي: په پکتیا کې یو طالب وسله وال د خپل ماین چاودنې وژلی

د پکتیا یو انځور

د پکتيا ولايت امنيه قومانداني وايي، په مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو يو ماين ښخوونکى د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال غوښتل تېره شپه په مومن خېلو سيمه کې پر عام سړک ماين ځاى پر ځاى کړي.

ده وویل: د شبير په نوم طالب وسله وال غوښتل چې يوه کړۍ ماين له يوې سيمې څخه بلې ته انتقال کړي، تر څو پر عام سړک يې د ولسي وګړو د وژنې په موخه ځاى پر ځاى کړي، خپل ماين ورباندې انفجار کړى چې په نتيجه کې يې دى ځاى پر ځاى وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.