نن په اوسلو کې د سږکال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلانېږي

ارشیف، اوسلو

ټاکل شوې چې نن جمعه به د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکی اعلان شي.

په هغو کسانو کې چې ګومان کېږي د سولې د نوبل سږنۍ جایزه به ورکړل شي، یوه هم د ژوند د چاپېریال د ساتلو ځوانه فعاله ګریټا تونبرګ ده.

که چېرې دا سویډنۍ فعاله د نوبل جایزه وګټي، نوموړې به د نوبل د جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې وي چې په ۱۶ کلنۍ کې د نوبل جایزه ګټي.

که څه هم ځیني کارپوهان وايي، په اوسلو کې په نننیو مراسمو کې ډېر احتمال لري چې د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد چې په سوډان کې یې د سولې په جوجاړي کې مرسته وکړه او یا د بې سرحده ژورنالېستانو د سازمان استازي د دې جایزې ګټونکي اعلان شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو په نړېوال پروګرام کې هم ځینې اوازې متمرکزې دي چې ښايي د یمن په کړکېچ کې د کار کولو له کبله د دې جایزې ګټونکی اعلان شي.

په نورو برخو ؛طب، فزیک، کېمیا او ادبیاتو کې د نوبل د سږنیو جایزو ګټونکي لا دمخه اعلان شوي دي.